Description
د فرانسې په شمال کې د افغانانو په ګډون ګڼ شمیر کډوال په دې تمه شپې سبا کوي تر څو په کښتیو کې بریتانیا ته ولاړ شي. خالد مینه وال یو له دغو افغانانو څخه دی چې غواړي بریتانیا ته ولاړ شي ځکه اروپا کې يي د پناه غوښتنه نه ده منل شوې. کډوال نیوز په تیر جون میاشت کې د فرانسې دنکرک ساحلي ښار ته ورغی او له هغه سره يي خبرې وکړې.
